د افغانستان کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر د خپور شوی راپور په غبرګون کې ویلي؛ طالب حکومت د ملګرو ملتونو هغه سروې او ادعا، چې سږکال په افغانستان کې د تریاکو کښت د ۲۰۲۳ ز.کال پر پرتله ۱۰ سلنه زیات شوی؛ بشپړ ردوي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دغه راپور له حقیقته لرې وباله.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نشهیي توکي یوه ویجاړونکې پدېده ده او د اسلام له نظره یې د طالبانو حکومت د حرام حکم کړی او له دې پدېدې سره مبارزه یې کاري لومړیتوب دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34280